د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که پاکستان غواړي له امریکا سره ښې اړیکې ولري نو د افغانستان په اړه دې خپل سیاست بدل کړي او د دغه هېواد په چارو کې دې لاسوهنه نه کوي. خلیلزاد دغه څرګندونې د پروان له والي فضل الدین عیار سره د ویډیويي کنفرانس له لارې کړې دي. هغه ویلي، که پاکستان غواړي چې له امریکا سره ښې اړیکې ولري نو باید د افغانستان په اړه خپل سیاست بدل او د دغه هېواد په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي. خلیلزاد زیاته کړې، که طالبان له افغان حکومت سره سوله هم وکړي په دغه هېواد کې به جګړه ختمه نه شي تر هغو چې طالبان د تروریستي ډلو پر ضد مبارزه کې د افغان حکومت تر څنګ ونه ودرېږي. د ده په خبره، که طالبان د افغان حکومت یوه برخه شي نه یوازې د ترهګرو ماتې ته دوام ورکوي، بلکې د دې ډلو پر ضد همکاري کوي.