د چين د بېجينګ د کلتور او سيلانيزو چارو رياست د جون په ۲۱مې نېټې خبر ورکړی، چې د ښامار کښتۍ اختر په رخصتۍ کې ۸ ميليونو او ۴۶۶ زرو کسانو بېجينګ ته سفرونه کړي او د سيلانيزو چارو عمومي لګښت يې ۱۱ ميليارډو او ۳۵۰ ميليونو يوانو ته رسېدلی دی.
په ياد شمېر کې ۸۷ زره کسان بهرنيان ښودل شوي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي او د سيلانيزو چارو عمومي لګښت يې ۹۵۰ ميليونه يوانه ښودل شوی دی.





































