د چين سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې د هېواد د صادراتي ادارې او کنټرول قانون او د دوه ګټه لرونکو توکو د صادراتي ادارې او کنټرول د مقرراتو له مخې يې د ملي امنيت او ملي ګټو د خونديتوب او نړيوال مسئوليت لپاره د اويوکس شرکت په شمول د امريکا ۱۰ شرکتونه د صادراتي ادارې او کنټرول په نوملړ کې شامل کړي دي.
چين د اړوندو قواعدو له مخې، د صادراتي چارو سوداګر د امريکا يادو ۱۰ تصديو ته د دوه ګټه لرونکو توکو له صادراتو منع کړي دي.
د هر هېواد او سيمې سازمانونه او شخصيتونه يادو امريکايي تصديو ته هغه دوه ګټه لرونکي توکي نه شي صادرولی، چې په چين کې توليد شوي وي.
د چين سوداګرۍ وزارت ويلي، د صادراتي چارو سوداګر باید له يادو ۱۰ امريکايي شرکتونو سره ټولې صادراتي چارې پای ته ورسوي.





































