په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې د ملک سلمان د بشردوستانه مرستو او مرستندویه چارو مرکز په بامیان ولایت کې له راستنېدونکو کډوالو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او زر کورنیو ته یې خوراکي بستې وېشلې دي. سفارت په خپل خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې دغه مرستې د «توحید» موسسې په همکارۍ د جون د ۲۰ او ۲۱ نېټو په ترڅ کې ترسره شوې دي. د خبرپاڼې له مخې، په دې لړۍ کې د بامیان ولایت زر راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي بستې وېشل شوې، څو د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وشي. سعودي سفارت زیاته کړې چې دغه مرسته د افغانستان لپاره د ۲۰۲۵ ـ ۲۰۲۶ کلونو د خوړو خوندیتوب او بېړنیو بشري مرستو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې ده.





































