د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې یو سوداګریز مارکېټ د ۱.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یاد مارکېټ پانګوال نعمتالله ویلي، چې دغه مرکز د سوداګرۍ د پراختیا او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا، په مارکېټ کې ۱۰۰ هټۍ جوړې شوې او چارې یې د یوه کال په موده کې بشپړې شوې دي. ټاکل شوې چې د غالیو او نورو سوداګریزو توکو د پېر او پلور لپاره وکارول شي. د کلات ښاروالۍ مسوولینو د دغه مارکېټ جوړېدل د اقتصادي ودې لپاره مهم ګام بللی او د خصوصي پانګونو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.





































