د چين صدراعظم لي چيانګ د جون د ۲۳مې نېټې په سهار په دا ليان ښار کې د قزاقستان له لومړي وزير اولزاس بيکټينوف سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو سره غږېدلي دي.
اولزاس بيکتينوف د داوس په ۱۷م دوبني فورم کې د ګډون په موخه د چين دا ليان ښار ته تللی دی.
لي چيانګ له قزاقي سیال سره په خبرو کې ويلي، چين به له قزاقستان سره يو ځای د دوه اړخيزې سوداګرې د پياوړتيا او پراخوالي لپاره هڅې او د انرژۍ او کانونو په برخه کې به ورسره ژورې همکارۍ وکړي، د خپلمنځي تګ راتګ او ټرانسپورت کچه به لوړه کړي، د مصنوعي ځيرکتيا په شمول په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو د عصريتوب لپاره به نوي خوځنده ځواکونه برابر کړي
نوموړي ويلي، چين د قزاقستان هرکلی کوي، چې د چين د نړيوال وارداتي نندارتون او د چين ـ يورسيا نندراتون په شمول په اړوندو سوداګریزو ډګرونو کې خپل توليدات نندارې او پلور ته وړاندې کړي.
چين به چيني تصدۍ په قزاقستان کې پانګونه ته وهڅوي. هغه هيله ښودلې، چې قزاقستان به هم د سوداګرۍ لپاره مناسب چاپېريال او پاليسۍ برابرې کړي.
سږ کال د چين او قزقستان د کلتوري تبادلې کال دی.
لي چيانګ زياته کړې، چين به له قزقستان سره د کلتور، سيلانۍ، ښوونې او د ځوانانو د تګ راتګ په برخو کې همکارۍ او د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د پېژندنې او دوستۍ لپاره کار وکړي.


































