ماليي وزارت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره يي د معاشونو د مدیریت د پالیسۍ له مخې د ځينو لوړ پوړو چارواکو معاشونه کم او د ټيټ پوړو مامورینو معاشونه زیات کړي دي. د دې وزارت مسوولین وايي، د دغې پالیسۍ له مخې د وزیر، مرستیالانو، ریسانو او نږدې ۸۰۰ قراردادیانو په معاشونو کې د کموالي له کبله ۳۰۰ میلیونه افغانۍ سپما هم شوې ده. ماليې وزارت د دې پالیسۍ موخه د ملکي خدمتونو د کارکونکو د معاشونو برابرول، د موازي سیستمونو له منځه وړل او دولتي ادارو ته د مسلکي کسانو موندل بللې دي چې په وینا يي تر دریو کلونو پورې به په ټولو ادارو کې پلي شي. د ماليي وزارت چارواکي وايي، د دولتي کارکونکو د حقونو او امتیازاتو پالیسي، د لوړو معاشونو له کبله چې د افغانستان مالي ثبات ګواښي پلی کوي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې دا پالیسي د مساواتو د ټينګښت، قراردادي کارکونکو د کمښت، د بیوزلۍ له خط څخه د ټیټ رتبه کارکوونکو وتل او د بهرنیو مرستو د کمېدو په صورت کې د مالي ثباب د تنظیم په خاطر جوړه شوې چې پیل يې د ماليي له وزارت څخه شوی دی.