د بنګلادېش صدراعظم طارق رحمان به د جون له ۲۴مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې چين ته رسمي سفر وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جون په ۲۲مې نېټې رسنیو ته ويلي، چې دا چين ته د بنګلادېش د صدراعظم په توګه د طارق رحمان لومړی سفر دی.
ګوه جيا کون ويلي، طارق رحمان به د سفر پر مهال د چين له دولت رئيس شي جين پينګ، صدراعظم لي چيانګ او د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې مشر جاو له جي سره جلا جلا ليدنې ولري.
دواړه لوري به د ګډو اندېښنو وړ نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو په اړه ژورې خبرې او د دواړو هېوادونو د راتلونکې ودې لپاره به نوې لارښوونې وکړي.
ټاکل شوې، صدراعظم طارق رحمان به د چين په دالیان ښار کې د اوولسم داوس دوبي په فورم کې هم ګډون وکړي.



































