د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو ویلي، د افغانستان چارواکو د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړې او د مخدره موادو د تولید او قاچاق د کمولو لپاره یې اغېزمن اقدامات ترسره کړي دي. شویګو د هند د ملي امنیت سلاکارانو له غونډې وروسته ویلي، افغان چارواکو د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی پروګرام درلود، چې په بریالیتوب یې پلي کړی دی. د نوموړي په وینا، د موجودو شمېرو له مخې په افغانستان کې د نشهيي توکو تولید او قاچاق شاوخوا ۹۰ سلنه راکم شوی دی. هغه ټینګار کړی چې د مخدره موادو پر وړاندې ترسره شوي اقدامات د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره مهم ارزښت لري.





































