اروپايي ټولنې خبر ورکړی، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) ته به ۲۰ میلیونه یورو ورکړي، څو په افغانستان کې د بېځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د مرستو او خدماتو کچه پراخه کړي. اروپايي ټولنې ویلي، افغانستان لا هم له پراخ بشري کړکېچ سره مخ دی او د راستنېدونکو د شمېر زیاتوالي د بشري اړتیاوو کچه نوره هم لوړه کړې ده. د کډوالۍ نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، دغه مالي مرسته به د معیشت د پیاوړتیا، د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ او په هغو سیمو کې د بنسټیزو خدماتو د ښه کولو لپاره وکارول شي چې د راستنېدونکو شمېر پکې لوړ دی. د اروپايي ټولنې په وینا، د دې پروګرام یوه برخه به د خوندیتوب خدماتو، روغتیايي او رواني ملاتړ او د راستنېدونکو د مېشتېدو سیمو د بیارغونې لپاره هم ځانګړې شي.





































