د نيمروز ولايت د برېښنا رييس وايي، ٣١٢ هغه کسان چې له دوی شاوخوا ٤٢ ميليونه افغانۍ پوروړي وو، عدلي او قضايي ادارو ته ورمعرفي شوي دي.
په نيمروز کې د برېښنا رييس عبدالباري لطیفي پژواک ته ويلي، د زرنج ښار له ٣٠٠ ډېر هغه کسان چې د برېښنا د لګښت له ورکړې يې ډډه کوله عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي دي.
نوموړي وويل چې دغو کسانو د برېښنا رياست د شاوخوا ٤٢ افغانيو له ورکړې ډډه کوله .
هغه ويلي: «برېښنا شرکت څو ځله خلکو ته ويلي چې د برېښنا د لګښت پيسې په خپل وخت ورته ورکړي، خو مشترکين ورته پام نه کوي او له دوه کلونو راهيسې پوروړي دي، چې بالاخره د يوه لېست له مخې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي کړل ».
نوموړي زياته کړه چې له دې مخکې يې هم ١٧٠ کسان چې د برېښنا د لګښت پيسې يې نه ورکولې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړي وو.
ده زياته کړه، په دغه ولايت کې د نورو ولايتونو په پرتله د برېښنا بيه ټيټه ده او بيا هم خلک په خپل وخت پيسې نه ورکوي .
د ده په خبره، چې په مشترکينو فشار رانه شي نو دوى د برېښنا پيسو ورکړې ته نه حاضريږي او په همدې اساس يې څو ځله د يو شمېر کسانو د کورونو برېښنا پرې کړې، خو بېرته يې د بکس قفل الوځولى او برېښنا يې وصل کړې ده.
ده وويل چې يو شمېر دولتي ادارې يې هم پوروړې دي، خو لګښت يې د ماليې وزارت له خوا ورکول کېږي .
د ده د معلوماتو په اساس، په نيمروز کې شاوخوا ٢٧ زره مشترکين د ايران له وارداتي برېښنا څخه ګټه پورته کوي .




































