د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګوه جيا کون د جون په ۲۴مې نېټې يوې خبري ناستې ته ويلي، چې د امريکا او ايران ترمنځ تفاهم ليک نړۍ ته مثبت پيغام ورکړی او هېواد يې له دواړو هېوادونو غواړي چې ياد تفاهم ليک ته درناوی ولري او پلی یې کړي.
نوموړي باور ښودلی، چې د خبرو اترو او ډيالوګ له لارې سيمه ييزې تودې مسئلې او د بېلا بېلو خواوو ترمنځ اختلافات حل کېدای شي او هېواد يې له ګواښونو او ځواک کارونې سره ټينګ مخالفت کوي.
ګوه جيا کون ويلي، امريکا او ايران په تفاهم ليک کې ژمنه کړې، چې یو د بل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته به درناوی لري، له هر ډول پوځي اقداماتو څخه به ډډه کوي او يو د بل په کورنيو چارو کې به لاسوهنې نه کوي.
دواړو هېوادونو نړۍ ته پيغام ورکړی، چې هوکړه لیک ته به وفادار وي او په ګډه به یې پلی کوي.





































