د چين صدراعظم لي چيانګ د جون د ۲۴مې نېټې په ماسپښين په دا ليان ښار کې د ۲۰۲۶م کال د داوس دوبني فورم د صنعتي او سوداګريزو برخو له استازو سره ناسته کړې ده.
لي چيانګ ويلي، نړيواله ټولنه په وروستيو کلونو کې پوهېدلې، چې د سوداګرۍ او تعرفو جګړه هېڅ ګټونکی نه لري او اوس د نړۍ ډېری هېوادونه د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د پرمختګ او د ګډو ګټو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
هغه پرانيستې همکارۍ نه ګرځېدونکی بهير ياد کړی او د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د خپلې پرمختيايي فضا د پراخولو اړتيا بللې ده.
نوموړي ويلي، که بهرنی چاپېريال هر څنګه بدلېږي، چين به پر پرانېستو همکاريو ټينګار ولري، په نړيوالې سوداګرۍ، پانګونې او نورو برخو کې به ګډون ته دوام ورکړي او د چين او نړۍ د بازارونو د يو ځای کېدو لپاره به هڅې وکړي.
په دغې ناستې کې د شاوخوا ۳۰ هېوادونو او سيمو د صنعت او تجارت ۱۵۰ استازو ګډون کړی و.





































