د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو ۱۰۵مه کلیزه، د نړۍ په معاصر سیاسي، اقتصادي او ټولنیز تاریخ کې د ځانګړي اهمیت او ارزښت لرونکې تاریخي پېښه ګڼل کېږي. دا کلیزه نه یوازې د چین د ولس لپاره د ویاړ او تاریخي ارزښت استازیتوب کوي، بلکې د هغو هېوادونو لپاره هم ځانګړی اهمیت لري چې له چین سره د اقتصادي پراختیا، نړیوالو همکاریو او ګډې هوساینې په برخو کې نږدې اړیکې لري. د چین کمونېست ګوند، چې د ۱۹۲۱ میلادي کال د جولای په لومړۍ نېټه یې بنسټ اېښودل شوی په تېرو لسو لسیزو کې یې د چین د سیاسي ثبات، اقتصادي پرمختګ، ټولنیزې هوساینې او نړیوال نفوذ په پیاوړتیا کې بنسټیز او اغېزناک رول لوبولی دی.
د چین کمونېست ګوند د خپلې رهبرۍ په اوږدو کې داسې پرمختیايي تګلارې او ستراتیژۍ پلې کړې دي، چې چین یې د نړۍ په کچه د اقتصادي او صنعتي پرمختګ له سترو قدرتونو څخه ګرځولی دی. د بېوزلۍ د له منځه وړلو تاریخي پروګرامونه، د زیربناوو پراخه پراختیا، د عصري ټکنالوژۍ چټک پرمختګ، د چټکو اورګاډو د پرمختللې شبکې جوړول، صنعتي نوښتونه او د علمي او تخنیکي ظرفیتونو لوړول، د دغه ګوند د بریالیو پالیسیو څرګندې بېلګې دي. همدارنګه، د خلکو د ژوند د کیفیت لوړوالی، د روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو پراختیا او د ښاري او کلیوالي سیمو ترمنځ د پراختیايي واټن کمول، د چین د پرمختګ د بریالۍ تجربې مهم اړخونه ګڼل کېږي.
د چین کمونېست ګوند د کورنیو لاسته راوړنو ترڅنګ په نړیواله کچه د همکارۍ ګډ پرمختګ پر بنسټ فعال او اغېزناک رول لوبولی دی. د کمربند او لارې نوښت، چې د چین د نړیوالو همکاریو له مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي، د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اتصال، سوداګریزو اړیکو، زیربنايي پراختیا او فرهنګي تبادلو د پیاوړتیا لپاره یو اغېزناک چوکاټ رامنځته کړی دی. دغه نوښت د سیمې او نړۍ په کچه د اقتصادي ودې، متقابلو همکاریو او ګډ پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي دي.
افغانستان هم له هغو هېوادونو څخه دی چې له چین سره د دوستانه اړیکو او همکاریو اوږد تاریخ لري. په وروستیو کلونو کې، د زیربناوو، روغتیا، بشري مرستو، ظرفیت لوړونې، لوړو زده کړو او تخنیکي همکاریو په برخو کې د چین مرستو او ملاتړ د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او دوستۍ اړیکې لا پیاوړې کړې دي. دغه همکارۍ نه یوازې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره مهمې دي، بلکې د سیمه ییز ثبات، اقتصادي اتصال او ګډې هوساینې لپاره هم ځانګړی ارزښت لري.
د یوه رسنیز کارکوونکي په توګه، ما هم د چین د پرمختیايي لیدلوري او نړیوالو همکاریو له تجربو څخه ارزښتناک درسونه ترلاسه کړي دي. په ځانګړي ډول، د کمربند او لارې نوښت اړوند په روزنیز پروګرام کې زما ګډون، ماته دا فرصت را کړ چې د سیمهییز اتصال، اقتصادي همکاریو، فرهنګي تبادلو او رسنیزو اړیکو په اړه خپلې پوهې او تجربې لا پراخې کړم. دغې تجربې ماته دا روښانه کړه چې د هېوادونو ترمنځ ګډ کار او دوامدارې همکارۍ کولای شي چې د ملتونو د پرمختګ، د خلکو د هوساینې او نړیوال ثبات لپاره اغېزناک رول ولوبوي.
په پای کې، د چین د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت، د دغه ګوند د تاریخي لاسته راوړنو، اقتصادي پرمختګونو د افغانستان او چین ترمنځ د دوستۍ، همکارۍ او متقابل تفاهم اړیکې به لا پیاوړې، پراخې او اغېزمنې شي، ترڅو دواړه هېوادونه د سولې، ثبات، پرمختګ او ګډې سوکالۍ په لور لا زیات ګامونه پورته کړي.






























