په ترکیه کې مخالف سیاستوال چې د استانبول ښار ټاکنې یې ګټلې دي د دغه هېواد واکمن ګوند هغه بایلونکی بللی دی چې ماتې نشي زغملی. په ترکیه کې حکومت له هغه وروسته د ځايي ټاکنو د رایو بیا شمېرولو امر کړی دی چې په انقره او انستانبول کې یې ماته وخوړه. د سي اېچ پي ګوند نوماند، اکرېم امام اوغلو په استانبول کې له لومړنیو پایلو وروسته د بریا ادعا کړې ده. نوموړی په ۲۵ زرو رایو کې تر نورو نوماندانو ځان مخکې ښيي خو واکمن اې کې ګوند دا پرېکړه ننګولې ده. او وايي، چې رایې یې ناسمې شمېرل شوې دي.