د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په ۲۵مه نېټه په بېجينګ کې د اتريش له بهرنيو چارو وزيرې بېټې ميني رېسينګر سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړیکو یې خبرې کړې دي.
وانګ يي ويلي، د چين او اتريش سياسي اړيکو له ۵۵ کلونو راهيسې سوله یېز او ثابت پرمختګ موندلی، دواړو هېوادونو يو بل ته درناوی او مساوي چلند کړی او خپلمنځي اړيکې او متقابل باور او همکارۍ يې پياوړې کړې دي.
نوموړي هيله ښودلې، چې چين او اتريش په نوې زمانې کې خپلمنځي دوديزه دوستي نوره هم وغوړوي.

بېټې ميني رېسينګر ويلي، اتريش له چين سره د اړيکو پرمختګ ته ډېر اهميت ورکوي او د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري. اتريش به د اروپا او چين ترمنځ د ډيالوګ لپاره هڅې وکړي.
نوموړې ويلي، د اتريش تصدۍ لېوالتيا لري، چې په چيني بازار کې پانګونه وکړي او پرمختګ ومومي.





































