د ایران سپاه پاسدارانو سمندري ځواک د امریکا د بریدونو په غبرګون کې په سیمه کې د امریکایي پوځ ځینې مرکزونه په نښه کړي دي. سپاه پاسداران وایي، د تهران او واشنګټن د هوکړې له مخې د هرمز تنګي د کښتیو د تګ راتګ کنټرول د ایران په واک کې دی. یاد ځواک خبرداری ورکړی چې د هر ډول نوي امریکایي برید په صورت کې به یې ځواب لا پراخ او سخت وي. ورته مهال د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، امریکايي الوتکو د ایران د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو زېرمتونونه او دغه راز ساحلي راډاري تاسیسات په نښه کړي دي. سنټکام ویلي، ایران د جون په ۲۵مه په هرمز تنګي کې پر یوې سنګاپورۍ باروړونکې بېړۍ په ډرون برید سره اوربند نقض او د نړۍ پر دغه مهمه سوداګریزه لار یې د کښتیو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې ګواښ پېښ کړ.





































