د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۶مه نېټه د وينزويلا د سختې زلزلې په مناسبت د دغه هېواد موقت ولسمشر جورګي روډريګويز ته د خواخوږۍ پيغام واستاوه.
شي جين پينګ په پيغام کې څرګنده کړه، په وينزويلا کې سخته زلزله وشوه چې له امله يې سخت ځاني او مالي زیانونه واوښتل. زه د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب په زلزله کې د قربانيانو سره ژور تعزيت او د هغوی کورنيو او ټپيانو ته خواشيني څرګندوم. چين به په وينزويلا کې تر مصيبت وروسته له بيا رغونې سره مرسته وکړي. هغه باور څرګند کړ چې د وينزويلا د حکومت په لارښوونه به خلک ژر له مصيبتونو څخه ووځي او خپلې کورنۍ به بيا ابادې کړي.





































