د نړیوالې جنايي محکمې څارنوالې فاتو بن سودا دفتر ویلي، چې امریکايي چارواکو د نوموړې د څارنوالۍ ویزه نه ده ورکړې. د بن سودا دفتر ویلي، چې د امریکا د ویزې نه ورکول باید په دې مانا نه وي چې هغه ونه شي کولی د ملګرو ملتونو اړوندو کارونو د اجرا لپاره امریکا ته سفر وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تیره میاشت ویلي و، امریکا د نړیوالې محکمې د هغو غړو ویزې لغوه او یا هغوی ته ویزې نه ورکوي، چې افغانستان کې د امریکايي او نړیوالې ټلوالې د جنګي جرمونو د ادعاو د څېړنو لپاره امریکا ته تلل غواړي. فاتو بن سودا څه باندې یو کال وړاندې له نړیوالې جنايي محکمې رسما دا اجازه تر لاسه کړه چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د شویو ادعاوو سپیناوی وکړي. د بشري حقونو څارډله وايي، د څارنوالې غوښتنلیک دا وښوده چې افغانستان کې د هغو جنګي جرمونو پلټنه نه ده شوې او نه کېږي چې طالبان او بهرني ځواکونه پرې تورن دي. فاتو بن سودا وړاندې ویلي و هغه جنګي جرمونه به څېړي چې امریکايي ځواکونو په تېره سی ای اې په افغانستان کې د ننه په پټو زندانونو او د افغانستان په تړاو په نورو هېوادونو کې کړي دي.