د چين د لوجيستيک او پېر ټولنې د جون په ۲۸مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، د روان کال په تېرو پنځو مياشتو کې په دغه هېواد کې دننه د مالونو د لېږد رالېږد عمومي ارزښت ۱۴۶ اعشاريه ۶ ټريليونو يوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ اعشاريه ۲ سلنه زياتوالی ښيي.
په راپور کې راغلي، په همدې مودې کې د چين دننه د عالي توليدي صنعت د مالونو د ليږد راليږد اړتياوو چټک زياتوالی موندلی دی.
په تېرې مې مياشت کې د لوړې ټېکنالوژۍ په توليدي صنعت او د تجهيزاتو په توليدي صنعت کې د مالونو د لېږد رالېږد اړتياوې په جلا جلا توګه ۱۵ اعشاريه يو سلنه او ۹ اعشاريه ۵ سلنه زياتې وې.
برسېره پر دې، نويو سکټورونو او نويو موډلونو د خلکو د ژوند د اړينو توکو د لېږد رالېږد زياتوالي ته خوځنده قوتونه برابر کړي دي. د روان کال له جنورۍ څخه تر مې پورې، په ژوندۍ بڼه د توکو د انلاين پرچون خرڅلاو کې ۶ اعشاريه ۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.






































