د چین د شمېرنې ملي ادارې د جون په ۲۹مې نېټې د تېر ۲۰۲۵م کال د کلتوري صنعت او اړوندو چارو د پرمختګ د حالت په اړه راپور خپور کړی دی.
راپور وايي، په چين کې د کلتوري چارو او بازار د سیسټمونو په بشپړېدو سره، د کلتور او اړوندو چارو پیمانې د پراخېدو په حال کې دي او تېر کال یې د کلتوري صنعت سوداګریز ارزښت له ۲۰ ټریلونو یوانو پورته و، چې دا د ۲۰۲۴م کال په نسبت ۸ اعشاریه ۸ سلنه زیاتوالی ښيي او نوی ریکارډ یې جوړ کړی دی.
په راپور کې ويل شوي، تېر کال د چین د کلتوري صنعت جوړښت هم د ښه والي په حال کې و او د کلتور د خدمتي چارو د ملاتیر رول یې لوبولی دی.
په همدې کال کې د چين د کلتور د خدمتي چارو سوداګریز عواید ۱۲ ټریلیونو ۳۰۵ میلیارډو او ۲۰۰ ميليونو یوانو ته رسېدلي وو، چې دا د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۱۲ اعشاریه ۸ سلنه زیاتوالی ښيي او د کلتوري صنعت په عمومي ارزښت کې ۵۹ اعشاریه یو سلنه نیسي.






































