د چين سوداګرۍ وزارت په دې وروستيو کې خبر ورکړی، چې د هېواد د صادراتي ادارې او کنټرول قانون او د دوه ګټه لرونکو توکو د صادراتي ادارې او کنټرول د مقرراتو له مخې يې د ملي امنيت او ملي ګټو د خونديتوب او د نړيوال مسئوليت د تطبيق لپاره د جاپان د دفاعي چارو د اکاډمۍ په شمول هغه ۲۰ جاپاني ارګانونه او شرکتونه د صادراتي ادارې او کنټرول په نوملړ کې شامل کړي، چې د دغه هېواد د پوځي قوت د لوړولو په چارو کې برخه لري.
چين د اړوندو قواعدو له مخې، د صادراتي چارو سوداګر دغو ۲۰ جاپاني ارګانونو او شرکتونو ته د دوه ګټه لرونکو توکو له صادراتو منع کړي دي.
د هر هېواد او سيمې سازمانونه او شخصيتونه يادو جاپاني ارګانونو او شرکتونو ته هغه دوه ګټه لرونکي توکي نه شي صادرولی، چې په چين کې توليد شوي وي.
د چين سوداګرۍ وزارت ويلي، د صادراتي چارو سوداګر باید له يادو ۲۰ جاپاني ارګانونو او شرکتونو سره ټولې صادراتي چارې پای ته ورسوي.






































