د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۶۲مې غونډې د ښځو د حقونو سيمينار په دې وروستيو کې د سويس په جنيوا کې ترسره شو او د چيني پلاوي مرستيالې لي شياو مې پکې ګډون او د چين دريځ بيان کړی دی.
د جون ۲۴مه نېټه د ښځينه ډيپلوماټانو نړيواله ورځ وه.
لي شياو مې ټولو ښځينه ډيپلوماتانو ته د هغوی د ورځې مبارکي ويلې او په خبره یې، ښځو د ډيپلوماسۍ په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړي دي.
نوموړې ويلي، چين د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتريخوالي مخالفت کوي او د تاوتريخوالي د له منځه وړلو په برخه کې یې يو بشپړ قانوني او نظارتي سيسټم جوړ کړی او په دې وروستيو کې یې د چين د بشري حقونو عملي پلان (۲۰۲۶ـ۲۰۳۰) هم خپور کړی دی.
د چين حکومت به د نوموړي پلان له مخې په هېواد کې د ښځو او نجونو د خونديتوب سيسټم په دوامداره توګه پياوړی کړي او د نړۍ د ښځو او ماشومانو د حقونو چارو کې به ثبات راولي.






































