د ناټو سرمنشي وايي چې د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى د سولې د تړون په اړه خبرې کوي، نه د ځواکونو د وتلو د تړون په اړه. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ دغه څرګندونې تېره شپه په واشنګټن کې د سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې وروسته په يوه خبرې غونډه کې وکړې. هغه زياته کړې، د ناټو تر ٢٠ زرو زيات سرتېري همدا اوس په افغانستان، عراق او کوسووا کې پر ماموريت بوخت دي او لسګونه زره نور د غړو هېوادونو په دفاع کې همکاري کوي. د افغان سولې په تړاو د امريکا د استازي زلمي خليلزاد د هڅو او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ناټو سرمنشي وويل، زلمي خليلزاد څو ځله ويلي چې هغه د سولې د تړون لپاره کار کوي، نه د ځواکونو د وتلو د تړون لپاره. د ناټو سرمنشي ويلي، له خليلزاد سره ددوى له مشورو څخه موخه داده، څو دا ډاډ ترلاسه کړي چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې وساتل شي او افغانستان يو ځل بيا د نړيوالو ترهګرو پر ځالې بدل نه شي. ده په ډاګه کړه، تر هغه پورې تلپاتې سوله نه شي راتللى، څو پورې افغان حکومت په دې هڅو کې ورګډ نه کړاى شي.