شینهوا خبري اژانس د جون په ۲۶مې نېټې پر دې سرليک “په چین کې پېر: د پرانیستې پرمختګ نوي فرصتونه” راپور خپور کړی دی.
په دغه راپور کې چين ته د تلونکو سیلانيانو د شيانو اخیستلو په اړه مالومات ورکړل شوي او د چين ځينو پالیسيو ته، چې د بېلګو په توګه يې له وېزې پرته د تګ راتګ پاليسي او د سیلانیانو لپاره د مالیې بیرته ورکولو پالیسي يادولی شو، بیا کتنه شوې ده.
برسېره پر دې، په دغه راپور کې د چین د بازار هغه ۴ لوی حیاتي ځواکونه هم تحلیل شوي، چې نړیوال سیلانیان راجلبوي.
په دغه راپور کې په چین کې د پېر رول يا اهميت چې په څلورو برخو (د اقتصاد نړیوال کېدو، څو اړخیزم، د مصرف د زياتېدو د ښې اغېزې او د تمدنونو ترمنځ د تبادلې ) پسې تړاو لري، مالومات ورکړل شوي دي.
خدماتي سوداګري د نړیوال اقتصاد د پرمختګ لپاره یو مهم انجن ګرځېدلی دی.
د چین په ورخلاصون او پرانیستو چارو کې “په چین کې پېر” برانډ رامنځته کول، نه یوازې د مصرف بازار فعالوي، بلکې د نړیوالې خدمتي سوداګرۍ د سوکالۍ لپاره هم ارزښتناک فرصتونه برابروي.
“په چین کې پېر” د چین د ورخلاصون د پراخوالي او ژوروالي یوه روښانه بېلګه ده، چې دوه اړخیزه پرانیستې نمونه “په چین کې پېر او په نړیواله کچه پېر” جوړوي او هم یې د چین او نړۍ د ګډو ګټو پر بنسټ د همکارۍ او پرمختګ نوې بڼه ښکاره کړې ده.
د چین پرانیستی بازار د نړیوالو برانډونو لپاره د پرمختګ پراخه فضا برابره کړې او چیني برانډونه، چیني تولیدات او چیني خدمتونه ورځ تر بلې نړۍ ته رسېږي، چې دواړه برخې يوه د بلې په پرمختيا کې مرسته کوي.
چین نړیوالو مصرف کونکو ته نه يوازې ارزان او باکیفیته توکي برابروي، بلکې د تصدیو لپاره د سیالۍ او نوښت د ازموینې ډګر هم برابروي.
په ټوله کې، د نړۍ مصرفې چارې په لوړېدو دي او د چین د مصرف نوښت به نړۍ ته ګټې ورسوي.
بهرني سیلانیان چې کله له چین څخه خپلو هېوادونو ته ستنېږي، نو ښه او ارزانه توکي او د ختیځ ځانګړی کلتور له ځانه سره وړي. دوی بیا په ټولنیزو رسنيو، لکه فیسبوک، ټیکټاک او انسټاګرام کې د خپل سفر او پېر کیسې خپروي او د چين اسان او ښه خدمتونه ستايي.
دا ډول خبرې، چې د خلکو په ژبه خورېږي، د چین په اړه نیمګړي او ناسم فکرونه له منځه وړي او په تدریجي ډول د چین په اړه د نړۍ نظر بدلوي.
د چين سوداګري او مصرف د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ شخړې لرې کوي او پرانیستی، جامع او ګډ پرمختګ يې بیا نړۍ ته دوامدار ځواک ورکوي او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د ګډې ابادۍ په بهیر کې د دغه هېواد بشري مسؤلیت ښکاره کوي.






































