د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له امريکايي سیال مارکو روبيو سره ټيليفوني خبرې کړي او ويلي يې دي، چې د چین دولت رئیس شي جين پينګ د روان کال په مې مياشت کې په بېجینګ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د رغنده ستراتيژيکو او باثباته اړيکو د ټينګېدو په اړه يو لړ مهمې موافقې کړي او د راتلونکو ۳ کلونو او هم د اوږمهال لپاره يې د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لپاره ستراتيژيکه لاره روښانه کړې ده.
نوموړي ویلي، دواړه هېوادونه دې د مساوات، درناوي او متقابلو ګټو روحيه وساتي او د مشرانو مهمه موافقه دې په مشخصو پاليسيو او عملي اقداماتو بدله کړي.
وانګ يي هيله ښودلې، چې امريکا د تايوان مسئلې په اړه ډېره محتاطه واوسي.
دواړو سیالانو دغه ټليفوني خبرې مثبتې او رغنده بللي او هوکړه یې کړي، چې د چين او امريکا د مشرانو مهمه اجماع به په ګډه پلې کوي او خپلمنځي اړیکو ته به دوام ورکوي.






































