د ملګرو ملتونو سازمان وايي، له ۱۹۷۸يم ميلادي كاله تر ۲۰۱۷م كال پورې ماين چاودنو په افغانستان كې ۳۰۹۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دغه سازمان د ماينونو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپاره كړي راپور كې ويلي، په يادو كلونو كې په افغانستان كې ماين چاودنو ۷۴۵۶ تنه وژلي او ۲۳۵۲۴ نور يې ټپيان كړي دي. د سرچينې په خبره، يوازې په ۲۰۱۷م ميلادي كال كې د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د ماينونو د چاودنو له كبله د ۱۲۷۰ ماشومانو په ګډون ۲۳۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملګرو ملتونو د سازمان په وينا، له ماينونو د افغانستان د پاكولو لپاره ۹۵ ميليون ډالره بوديجې ته اړتيا ده. اوس مهال د هېواد شاوخوا ۱۷۰۰ كيلو مټره ځمكه په ماينونو او نورو چاودېدونكو توكو ككړه ده، چې له كبله يې هره مياشت لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اوړي.