د افغانستان د چاپيريال ساتني ادارې چارواکي وايي چي که څه هم د حيواناتو ښکار لږ شوی، خو بيا هم ۱۴۹ ډوله حيوانات د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي. د چاپيريال ساتني ادارې معين عزت الله صديقي ویلي، چي په افغانستان کي ۹۰۰ ډوله حيوانات ژوند کوي چي له دې ډلي څخه ۱۴۹ ډوله يې له نابودۍ سره مخامخ دي. نوموړي د دې حيواناتو د کمښت سبب جگړه، اقليمي بدلونونه، د حيواناتو ساتني ته نه پاملرنه او د خلکو له خوا بې ځايه ښکار بللي دي. د صديقي په خبره په وروستيو کلونو کي په افغانستان کي د حيواناتو ښکار لږ شوی دی. خو د حيواناتو د ښکار په برخه کي د يوه قانون نه شتون د دې سبب شوی، چي هرڅوک پرخپل سر ښکار وکړي او دغه مسئله د ځينو حيواناتو د نسل د نابودۍ سبب گرځي. صديقي زياته کړې چي د حيواناتو ښکار د افغانستان په ناامنو سيمو کي کيږي او دوی اوس د حيواناتو د ښکار د مخنیوي په مخه د عامه پوهاوی پروګرام پيل کړی دی، څو خلک په ورځني ژوند کي د حيواناتو او نباتاتو په اهميت و پوهيږي.