ملي دفاع وزارت د بادغيس د بالامرغاب ولسوالۍ د سقوط راپورونه ردوي او وايي، دمګړۍ د دې ولسوالۍ وضعيت نسبتاً ښه دى. د دغه وزارت وياند قيس منګل ویلي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو هوايي بريدونه له تېرې ورځې راهيسې پيل شوي، چې په ترڅ كې يې د دولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. دى په يادې ولسوالۍ كې د افغان سرتېرو مرګ ژوبله تاييدوي او زياتوي، هلته د جګړې د دوام له كبله د دولت د وسله والو مخالفينو او امنيتي سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه كره معلومات نه دي ترلاسه شوي. بلخوا د بادغيس د ولايتي شورا رییس عبدالعزيز بېګ ویلي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ كې د درې ورځنۍ جګړې پر مهال شاوخوا ۵۰ افغان سرتېري وژل شوي، ټپيان شوي او يا هم طالبانو نيولي دي. د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي ټينګار كوي، چې تر نن ماښامه به د بالامرغاب ولسوالۍ وضعيت بېرته عادي شي.