د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام( یو این ډي پي) له چارواکو سره د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي. د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي هم ګډون درلود. د خبرپاڼې له مخې، الکساندر ډي کرو ویلي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او همکار بنسټونه چمتو دي چې د اقتصادي نظام، سیمهییزې سوداګرۍ، زېربناوو، کرنې او اوبو لګولو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي. فیلیپو ګراندي هم د ا.ا او مرستندویه بنسټونو ترمنځ پر همغږۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو لپاره به د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ بشري مرستې دوام ومومي.






































