د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت لیکلي، د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په کابل کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر، برهام صالح، سره کتلي. په دغه کتنه کې د افغان کډوالو وضعیت، له راستنېدونکو سره بشري او پراختیايي مرستې او د راتلونکو همکاریو په اړه خبرې شوې دي. اقتصادي معاونیت زیاتوي، ملا برادر له ملګرو ملتونو غوښتي چې خپلې مرستې د پراختیايي پروژو پر لور متمرکزې کړي او برهام صالح ډاډ ورکړی چې د افغانستان لپاره به د نړۍوالو مرستو د جلبولو هڅې زیاتې کړي.






































