د فرانسې ولسمشر ايمانویل مکرون د جولای په شپږمې نېټې له سوريې څخه ليدنه کړې ده. نوموړی د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر کې د سوريې د پخواني حکومت له سقوط راهيسې د لويو لوېديځو هېوادونو لومړی ولسمشر دی، چې دغه هېواد ته یې سفر کړی دی.
شنونکي د مکرون سفر د سوريې د لنډمهاله حکومت او لويديځو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ګرمېدو او د دې هېواد پر جيوپوليتيک اهميت پسې تړلی بولي.
ځيني يې بیا وايي، فرانسه غواړي له سوريې سره په اقتصادي او امنيتي برخو کې همکارۍ پياوړې او په منځني ختيځ کې خپله اغېزه زياته کړي. خو پوښتنه دا ده، چې ايا فرانسه به خپلې موخې ته ورسېږي؟ دا پر مهمو موضوعاتو د فرانسې او سوریې په نظريو او هم په سیمه يیز وضعيت پسې تړاو لري.
د فرانسې او سوريې ترمنځ د اړيکو مهمه شېبه
فرانسه د مکرون د دغه سفر په هکله ډېره محتاطه ده او دمشق ته د ده تر رسېدو وروسته یې خبر ورکړی دی. فرانسوي رسنيو بیا د حکومت د دغې محتاطې رويې عمده لامل د سوريې پر بې ثباتۍ پسې تړلی بللی دی.
مکرون سوريې ته تر رسېدو وروسته پر ټولنيزو رسنيو ليکلي، چې هېواد يې له داسې سوريې څخه ملاتړ کوي چې خپلواک ملي حاکميت ولري او خلک يې متحد او نيک ګاونډيتوب لري.
د سوريې د لنډمهاله حکومت ولسمشر احمد الشرع په همدې ورځ له فرانسوي خبري رسنيو سره د مرکې په ترڅ کې ويلي، چې فرانسه د سوريې په لنډمهاله جريان کې رغنده رول لوبوي او د مکرون سفر د دې ښکارندويي کوي، چې هېواد يې له فرانسې سره د اړيکو د پياوړتيا په برخه کې پرمختګ موندلی دی.
فرانسوي رسنيو ويلي، چې د هېواد ولسمشر په ۲۰۰۹م کال کې له سوريې څخه ليدنه کړې وه، خو له ۲۰۱۱م کال راهیسې، یعنې په سوريه کې د کورنۍ جګړې له پيل نه وروسته يې اړيکې کنګل شوې وې. کله چې د ۲۰۲۴م کال په ډسمبر کې د سوريې مخکيني حکومت سقوط وکړ، نو له فرانسې سره یې په اړيکو کې نوی بدلون راغی.
د فرانسې او جرمني بهرنيو چارو وزيرانو د ۲۰۲۵م کال په جنورۍ کې سوریې ته سفرونه وکړل او د همدې کال په مې کې بیا احمد الشعرع د فرانسې په پلازمينې پاريس کې له ایمانويل مکرون سره لیدنه وکړه.
ايمانويل مکرون د لويو لويديځو هېوادونو لومړی مشر دی، چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې د لنډمهاله حکومت تر ټاکل کېدو وروسته، دغه هېواد ته سفر کوي.
ډېرو رسنيو د مکرون دغه سفر د سوریې د مخکيني حکومت تر سقوط وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ يوه مهمه شېبه بللې ده.
نوموړی په داسې حال کې له سوريې څخه ليدنه کوي، چې په دې وروستيو کې د دغه هېواد د لنډمهاله حکومت او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ او په منځني ختيځ کې یې جيوپوليټک اهميت مخ په زياتېدو دی.
احمد الشرع د ۲۰۲۵م کال په نومبر کې امريکا ته ولاړ او د سوريې تر خپلواکۍ وروسته، د دغه هېواد لومړی مشر و، چې له سپينې ماڼۍ څخه يې لیدنه وکړه.
د روان کال په جنورۍ کې د اروپايي شورا رئيس کوستا او د اروپايي ټولنې د کمېټې رئيسې وان دير لاين په ګډه له سوريې څخه ليدنه وکړه او د همدې کال په مارچ کې احمد الشرع بیا جرمني او برېتانيې ته سفرونه وکړل.
راپورونه وايي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روانې میاشتې له اوومې نېټې څخه تر اتمې نېټې پورې د ترکيې په انقره کې د ناټو د سرمشريزې په څنډه کې له احمد الشرع سره هم وګوري.
ايا د فرانسې اړتياوې به پوره شي؟
د سوريې خبري اژانس خبر ورکړی، چې د دواړو هېوادونو مشرانو د سيمه ييز او نړيوال وضعيت د بدلون او په بېلا بېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په هکله خبرې کړې دي. شنونکي بیا وايي، چې فرانسه په سوریې کې د څو ټکو په لټه ده.
۱- فرانسه غواړي په اقتصادي برخه کې د سوريې له بيارغونې څخه ګټه واخلي.
له ايمانويل مکرون سره په دغه سفر کې د فرانسې يو سوداګريز پلاوی، چې پکې د ځينو لويو شرکتونو استازي هم شامل دي، ملګری دی.
۲- فرانسه هيله منه ده، چې له سوريې سره په امنیتي چارو کې د ترهګرۍ ضد ګډه مبارزه وکړي.
۳- فرانسه غواړي د خپلو ستراتيژیکو ګټو پر بنسټ د منځني ختيځ چارو کې د لاسوهنې لپاره له سوريې څخه استفاده وکړي.
د فرانسې دغه غوښتنې د دواړو هېوادونو په ګډو نظريو او د سيمه ييز او نړيوال چاپېريال په حالاتو پسې تړاو لري.






































