د هوا پېژندنې نړیوال سازمان د اکتوبر په ۲۷مه په خپل تازه «د شنو خونو ګازونو راپور» کې ویلي، چې په ۲۰۲۵م کال کې د ځمکې په اتموسفیر کې د کاربن ډای اکسایډ او نورو عمده وو شنو خونو ګازونو غلظت خپل تاریخي لوړ حد ته رسېدلی دی او دا ښيي چې د ځمکې د تودوخې د اوږدمهاله لوړوالي بهیر لا هم دوام لري.
د هوا پېژندنې نړیوال سازمان مرستیالې عمومي منشې کو باریټ (Ko Barrett) ویلي، چې په اتموسفیر کې د شنو خونو ګازونو غلظت یو ځل بیا د تېر کال په پرتله لوړې کچې ته رسېدلی او دغو ګازونو په اتموسفیر کې د تودوخې د ساتلو بې ساری وضعیت رامنځته کړی دی.
هغې زیاته کړې، داسې حالت د سختو موسمي پېښو د رامنځته کېدو احتمال زیاتوي او اقتصاد او ټولنه له خطرونو سره مخ کوي.
کو باریټ په ټینګار ويلي، چې کاربن ډای اکسایډ په اتموسفیر کې د اوږدې مودې لپاره پاتې کېږي او په راتلونکو څو لسیزو او ان څو پېړیو کې به هم د نړۍ پر اقلیم اغېز ولري.































