په کابل کې د يوې لويې ولسي غونډې ګډونوالو د سولې په پروسه کې د افغان حکومت پر ګډون د ټينګار ترڅنګ د يوې باعزته سولې غوښتنه کړې. دغه غونډه چې په کابل کې جوړه شوې وه، سلګونو ځوانانو، مدني فعالانو، علماوو او نورو کسانو پکې برخه اخيستې وه. ددې غونډې ګډونوالو او وينا والو وويل، چې د جګړې پاى ته رسېدل او سوله دافغانانو غوښتنه ده، خو افغانان باعزته سوله غواړي. دوی په خپلو خبرو کې وویل هېڅ کس او يا هېواد ددې حق نه لري چې د افغانانو د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي او د سولې په هره پروسه کې بايد افغانان دخيل او په جريان کې وي. د غونډې ګډونوالو وویل افغانان هېچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې ددوى پر برخليک لوبې وکړي او يا يې د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي. د دوی په وينا، تلپاتې او با عزته سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده، خو په دې برخه کې هر ډول معامله خلکو ته د منلو وړ نه ده. ګډونوالو په پاى کې يو لس ماده ييز پرېکړه هم ولوست چې په کې د افغانانو او حکومت په محوريت، مالکيت او مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ شوى دى.