پکتياوالې مېرمنې وايي بې قيده او شرطه سوله مني، خو زياتوي، چې دايمي او د هېواد ملي ګټې او ارزښتونه پکې خوندي وي او د سولې له ټينګښت وروسته له هېڅ ډول شرايطو وېره نه لري. دوی دجګړې له دواړو لوریو غوښتي چې دجګړې بل فصل دې په سوله پیل کړي. مېرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند او له هغې وروسته د دایمي سولې غوښتنه کړې او زياته کړې يې ده چې د جګړې خواوې دې نوره جګړه بس کړي. د دې ولایت د والي مرستیالې زهرا احمدزۍ له میرمنو غوښتي چې دسولې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. ها خوا په خوست کې د «سولې کوترې» په نوم د مېرمنو د يوې ټولنې غړو په قطر کې د افغان سولې په تړاو د ښکېلو لورو له خوا د خبرو تر پيلېدو وړاندې د اوربند د اعلانېدو غوښتنه وکړه. دوی ویلي، مخکې له دې چې په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړاو د شپږم ځل لپاره خبرې پيل شي، لومړی دې جنګ کې ښکېلې خواوې په اوربند توافق وکړي.