اردوغان وايي د ترکیې د ټاکنو په اړه د امریکا او اروپايي ټولنې څرګندونې ددوی په کورنیو چارو کې مداخله ګڼل کېږي. وروسته له دې چې د یکشنبې ورځې په ټاکنو کې د ترکیې په سترو ښارونو کې د اردوغان ګوند د خپل سیال ګوند په پرتله کمې رایې یوړې، نو امریکا او اروپا ترې وغوښتل چې دغه پایلې ومني. دوی پر اردوغان غږ کړی و، چې د خلکو رایو ته درناوی وکړي او محلي کارکوونکي دې پرېږدي چې خپلو چارو ته ادامه ورکړي. اردوغان ددوی په غبرګون کې ویلي، چې اروپا او امریکا دې خپل حدود وپېژني. دده په وینا د اروپايي ټولنې او امریکا دغه ډول څرګندونې د ترکیې په کورنیو چارو کې د مداخلې او لاسوهنې په مانا ده.





































