د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري په مشرۍ پلاوي هند ته د خپل سفر په دوام د دغه هېواد د کرنیزو څېړنو شورا او د کرنیزو څېړنو له انسټیټیوت چارواکو سره یې کتلي دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د کرنې په برخه کې د علمي، روزنیزو او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.






































