رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې امریکا غواړي د ایران ځانګړي ځواکونه سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو لېست کې شامل کړي. رویټرز ویلي په دې اړه د امریکا پرېکړه ټاکل شوې ددې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا راتلونکې دوشنبه اعلان شي. ددې پرېکړې منتقدینو سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی چې تور لېست ته د ایران سپاه پاسداران ځواکونو ورزیاتول به امریکا او ددې هېواد نظامي او استخبارتي ځواکونو ته ناوړه پایلې ولري. دوه کاله وړاندې د سپاه پاسداران ځواکونو مشر محمد علي جعفري د امریکا ددې ډول پرېکړې په غبرګون کې ویلي وو که د تروریستي ډلې په توګه د ایران د سپاه پاسدارانو پیژندلو په برخه کې د امریکا احمقانه پرېکړې په اړه خبرونه سم وي، سپاه پاسدارن به هم امریکايي پوځ په ټوله نړۍ کې د داعش په څېر وګڼي.