د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر برهام صالح افغانستان ته د خپل لومړي سفر پر مهال له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ پر دوام او له ا.ا سره د تعامل پر اړتیا ټینګار کړی. نوموړي ویلي، د نړۍوالو همکاریو د پراخېدو لپاره باید د نړۍوالو بنسټونو د فعالیت مناسب چاپېریال رامنځته شي او د نجونو زدهکړو او د ښځو ګډون ته زمینه برابره شي. نوموړي همداراز له ایران او پاکستان وغوښتل چې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر په خپله خوښه، خوندي او د انساني کرامت په درناوي ترسره کړي. برهام صالح دغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو له لارې د اختلافونو د حل غوښتنه کړې ده.






































