د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، چې په اروزګان ولایت کې به د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د باروړونکو موټرو لپاره یو معیاري ترمینل جوړ شي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه پروژه د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ ناسته کې منظوره شوې ده. یاد ترمینل به پر ۲۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي او د لسګونو لویو باروړونکو موټرو د ځایېدو ظرفیت به ولري. په دې پروژه کې د موټر چلوونکو لپاره پارکینګ، د اوبو او برېښنا اسانتیاوې، مسجد، رستورانت، ورکشاپ او نور اړین تاسیسات په پام کې نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، د ترمینل د جوړولو چارې به په ۱۲ میاشتو کې بشپړې شي او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.






































