د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي، چې افغان او ترکي چارواکو په کابل کې د لیدنې پر مهال د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې او د ګرځندوی په برخه کې یې د هوکړهلیک، روزنیزو پروګرامونو او ګډې تخنیکي کاري ډلې پر جوړېدو ټینګار کړی دی. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ګرځندوی، مالي او اداري چارو معین، مولوي قدرت الله جمال، په کابل کې د ترکیې د سفارت له شارژدافیر، سادین اییلدیز، سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د خبرپاڼې له مخې، مولوي قدرت الله جمال د افغانستان او ترکیې تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړیکې وستایلې او د ترکیې له حکومت، سفارت او د «ټيکا» (TİKA) موسسې څخه یې د افغانستان په فرهنګي او تعلیمي برخو کې د شویو همکاریو مننه وکړه.






































