د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې د کابل ښار په ۱۹مه ناحیه کې یې د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د ورځني ژوند د ښه والي په موخه د سړک د بیارغونې پروژه پلې کړې ده. د یاد سازمان د راپور له مخې دا پروژه د جاپان د نړیوالو همکاریو بنسټ (JICA) په ملاتړ د سیمې د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ د اسانتیا په موخه پلې شوې ده. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، د کوڅو او سړکونو نامناسب وضعیت د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی او خدماتو او فرصتونو ته یې لاسرسی محدود کړی دی. د راپور له مخې، د دغې پروژې په ترڅ کې د ۱.۴ کیلومتره په اوږدوالي یو سړک بیارغول شوی، څو د خلکو لپاره خوندي او اسانه تګ راتګ برابر شي.






































