د ا.ا مرستیال ویاند، حمدالله فطرت، ویلي چې۶۹۳ افغان کډوالې کورنۍ، چې ټولټال درې زره او ۶۲۶ کسان کېږي، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې شوې دي. فطرت پر خپله اېکس پاڼه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دغو کورنیو څخه ۶۰۹ د تورخم، ۷۰ د سپین بولدک او ۱۴ نورې د هرات د اسلامکلا له لارې هېواد ته داخلې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر چټک شوی او هره ورځ سلګونه کورنۍ افغانستان ته راګرځي. د راپورونو له مخې، ډېری راستنې شوې کورنۍ د سرپناه، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي.






































