فارن پالیسي د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د یوې باوري سرچینې له قوله لیکلي چې امریکا غواړي په کابل او بغداد کې د خپلو ديپلوماتیک ماموریت کارکوونکي راکم کړي. د سرچینې په وینا ښايي په کابل کې د امریکا د سفارت دیپلوماتیک کارکوونکو نږدې نیمايي ته راښکته کړل شي. ویل کېږي چې په عراق او کابل کې د امریکا ديپلوماتیک ماموریت دغه هېواد ته تر ټولو ګران سیاسي ماموریت دی له همدې امله ټرمپ غوښتي پر دې برخه بیا کتنه وشي. په فبرورۍ کې د کابل د سفارت په اړه په یوه خپاره شوي راپور کې ویل شوي وو، چې په دغه سفارت کې ديپلوماتیک کارکوونکي ډېر دي او باید شمېره یې راکمه کړل شي. امریکا داسې مهال داسې پرېکړه کوي چې له طالبانو سره خبرې روانې دي او داسې ګنګوسې خپرې شوې چې په همدې تړاو ښایي په افغانستان کې د امریکا نظامي او ديپلوماتیک پسټونه کم کړل شي.





































