د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د ګډې کمېټې څلورمه ناسته د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د دواړو هېوادونو د استازو په مشرۍ ترسره شوه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي سیاسي رییس شعیب بریالي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان، افغانستان او ایران د چارو رییس انند پرکاش ګډون او مشري کوله. په غونډه کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د ویزو د اسانتیا، سوداګریزو ستونزو او د صادراتو او وارداتو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحثونه وشول. دواړو لورو ټینګار وکړ چې د متقابلو همکاریو د پراخولو او د سوداګریزو اړیکو د ودې لپاره به ګډې هڅې دوام وکړي.






































