د کډوالۍ نړیوال سازمان(ای او ایم) ویلي چې په لغمان ولایت کې ښځو ته نوې عملي مهارتونه ورزده کېږي، څو د کار او عاید ترلاسه کولو زمینه ورته برابره شي. یاد سازمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دا پروګرام د جرمني د پراختیايي بانک په مالي ملاتړ پلي کېږي او ښځو ته پکې بنسټیزه او عملي روزنه ورکول کېږي.د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې ښځې به د دغو مهارتونو تر زدهکړې وروسته د هغو جوړښتونو په جوړولو کې ونډه واخلي چې د سېلابونو د خطر د کمولو او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومو بنسټیزو تاسیساتو د پیاوړتیا لپاره کارول کېږي. سرچینې زیاته کړې چې دا پروګرام د ښځو لپاره د عاید د فرصتونو له برابرولو سره، د سېلابونو پر وړاندې د سیمې د اوسېدونکو د خوندیتوب او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مقاومت په لوړولو کې هم مرسته کوي.





























