د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه کسان لا هم د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي محروم دي. دغه بنسټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه جدي ننګونه ده او میلیونونه وګړي د دې حیاتي سرچینې له کمښت سره مخ دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې د ښاري پلان جوړونې او اغېزمن مدیریت په برخه کې پانګونه کولی شي د څښاک پاکو اوبو لاسرسی پراخ، روغتیايي خدمات ښه او د راتلونکو نسلونو لپاره د اوبو سرچینې خوندي وساتي. دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو، پرلهپسې وچکالۍ، د نفوس د زیاتوالي او د بنسټیزو تاسیساتو د کمښت له امله د څښاک پاکو اوبو د برابرولو له جدي ستونزو سره مخ دی.





























