د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو مرستیال وحید جلالزاده د ننګرهار له والي محمد نعیم آخند سره په لیدنه کې د افغانستان د ختیځو ولایتونو او ایران ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. د ننګرهار ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ، کرنې، روغتیا، ظرفیت لوړونې او تحصیلي بورسونو په برخو کې د همکاریو د پراخېدو په اړه بحث وشو. دواړو لورو همداراز پر یو شمېر ګډو موضوعاتو خبرې کړې او د متقابل تعامل او همکاریو پر دوام یې ټینګار کړی






































