په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې د ځوانانو پر زدهکړو او مهارتونو د پانګونې له لارې د افغانستان له راتلونکې او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو له رامنځته کولو ملاتړ کوي. اروپايي ټولنې د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۴مه، د ځوانانو لپاره د مهارتونو نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې د زدهکړو، تخنیکي روزنو او کار زدهکړو له لارې افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابروي. د اروپايي ټولنې په وینا، د دغو پروګرامونو موخه له ځوانانو سره د کاروبار پیلولو او د عایداتي سرچینو په برابرولو کې مرسته ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې نجونې او هلکان باید د نننۍ نړۍ د اړتیا وړ مهارتونو ته لاسرسی ولري، څو وکولای شي د خپلو ټولنو په پرمختګ کې اغېزمنه ونډه واخلي.






































