په قاهره کې د افغانستان د سفارت سرپرست، مولوي عبدالمقیم قرار، د مصر د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو چارو له مرستیال، سفیر الدسوقي یوسف، سره کتلي دي. د راپور له مخې، په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او مصر ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا، د اړیکو د پیاوړتیا او د متقابل تعامل د پراخولو پر لارو چارو خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.






































